IQNA

په یمن کې  د رسول اعظم(ص) نومې نړیوال سمینار ترسره کیږي

8:31 - September 25, 2023
د خبر لمبر: 3488005
ایکنا-(یمن) په یمن کې د قرآن کریم  د تعلیم خیریه ټولنې د اسلام دګران پیغمبر(ص) دنیکمرغه زوکړې په کلیزې کې د رسول اعظم (ص) لومړني نړیوال سمینار دترسره کیدا خبر ورکړ.

ایکنا د یمن خبری آژانس له قوله راپور راکړ، دغه سمینار چې د ربیع الاول له ۲۴تر  ۲۵نیټې پورې به چې د اکتوبر له نهمې نیټې سره سمون خوري په صنعاء کې ترسره شي،په مختلفو اړخونو کې د قرآن کریم له لارې د رسول الله بزګروار(ص) د شخصیّت او دهغه د غورځنګ د مختلفو اړخونو  او همداراز  په هغه بدلون سپړنې او ارزونې وشي ، چې  د خدای رسول (ص) رامینځة کړ، او د اوسنۍ نړۍ  او دهغې د اوسنیو واقعیَتونوپه بدلون کې د پیژندګلوۍ د رودې  داستفادې په خاطر به پرې څیړنې وشي.

د یمن د قرآن کریم  د تعلیم خیریه ټولنې عمومی منشي او پر سمینار دڅارونکي کمیټې مرستیال عبدالرحمن العفاد  له یمن خبری آژانس سره په خبرو کې روښانه کړې ده، د رسول اعظم(ص)لومړنی نړیوال سمینار د رسول الله بزرګوار(ص) د سیرت دمعرفی کیدا او دقرآني کلتور د خوریدا او د هغو کمزورتیاؤ د ختمولو په خاطر له مختلفو اړخونو ئې  ارزولو په موخې سره ترسره کیږي. چې په نتیجې کې ئې  له قرآن کریم او نبوي سیرت څخه مونږ مسلمانان لیرې کړي یوو.

هغه دې ته په اشارې سره چې  په دغه کنفرانس کې به چې د لومړي ځل لپاره په یمن  جمهوریت کې ترسره کیږي،د هیواد دداخل او بهر  څخه ډیری څیړاند اوپوهنتونوال  پکې ګډون کوي، ووئيل،  په دغه نړیوال کنفرانس کې  به داسې ډيرې څیړنې او مقالې وړاندې شي، چې په کلتوری، اجتماعي ،سیاسی ،اقتصادي ،علمي ،پوځي او رسندوئي  چورلیزونو کې د رسول الله(ص) دشخصّت ارزونې ته  مخصوصې دي.

همداراز روښانه شوې ده چې عملي کمیشن  په دغه کنفرانس کې له ګډون کونکو څخه د یوشمیر علمي څيړنو او مقالو  ترلاسه کول پیل کړي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4170815

 

captcha